Jump to navigation Jump to search


خوشال خان خټک
د خوشال خان خټک انځور
د شخص معلومات پيدايښت 1613
اکوړه، سرود لرى کابل ولايت, د مغولو سلطنت (د نن ورځې نوښار ولسوالۍ، خيبر پښتونخوا، پاکستان) وفات ۲۵ فبروري ۱۶۸۹
ډمبره، تيراه، کابل ولايت، د مغولو سلطنت (د نن ورځې قبايلي سيمـه، پاکستان) هديره اکوړه, نوښار ولسوالۍ (د نن ورځې خيبر پښتونخوا، پاکستان) نسل پښتون مذهب اسلام (حنفي سني) والدین ملک شـهباز خټک عملي ژوند دنده شاعر
ليکوال  کاروونکي ژبه(ي) پښتو  سمول 

د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې حالت کې نړۍ ته ستر گې وغړولې چې نورالدین جها نگیر د هند په نیمـه وچه بشپړ حاکمـیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . سرود لرى د خوشال بابا د پلار نومشـهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . سرود لرى دده د زېږېدنې کال له دغه شعر نـه ښه معلو مـیږ ي:

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان زه خو شحال د شـهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان شـهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نـه و هســــی ځـوانیـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان

ماشومتوب

خوشال بابا د کوچنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې گاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نـه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نـه هم جوړ شو .

ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :

په شل کاله دیگ زما د شعر په اور بار شو په دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي

ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نـه خوښ نـه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نـه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نـه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپگان په وجه له هغه ځایـه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نـه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته کړى او په ده باندې یې هم زیـاته مـهر باني وکړه او ده هم ژمنـه وکړه چې دی او قبیله بـه یې د پاچا وفادار او خدمتگار وي . ددغې لاری مخصول بـه هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یـاد یږي .

دغه سرداري تر خوشال خانـه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نـه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یـال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نـه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیـات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیـات درس ته نـه پریښودم ، لکه چې وایې :

د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و که اخته نـه وایې د ښکار په اشتغال

یـا :

خدایـه ته چې رړه کې اچـــوې دامـینې چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې

د خوشال له کلیـاتو نـه هم مالومـیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : سرود لرى تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیـان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونـه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نـه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .

د خوشال خان د پېژندلو په باب سرچينې

کورنۍ سرچينې

خوشال خان خټک

د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامـه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانـه تر ننـه پورې دافغان ولس د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنـه بـه تر هغې پورې دغه کلتوري مـیراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونـه په پوهنـه او څیړنـه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانـه درانـه اثار په مـیراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریـاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل بـه تر خپلې لامبو لاندې داخیل نـه کړی او د ژوند تر پایـه بـه پکې ستړی او ستومانـه وي .

په خان بابا باندې زیـاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنـه او ځیرکتنـه بوخت دي ، نو د همدغه اصل په نظر کې نیولو سره ، یـانی دده د درناوي او نمانځنې په خاطر دوه لوی کتابونـه په دوه لويو سیمـینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول . دغه کتابونـه په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلونو کې د توریـالي پښتون او ننگیـالي پښتون په نومونو چاپ شوي ، خو دغه کتابونـه ددغه پیـاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د يو خورد مثال لري . په دغو دوو کتا بونو کې د هېواد او له هېواد نـه بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي .

له دغو کتابو سره سره ، زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوريو هم لیکېي کړې دي لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان گلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنـه کړې ده . پوهاند صديق الله رښتين د خوشال لانډه پیژند گلوي په کې چمتو کړې ، چې دغه لیکنـه په توریـالي پښتون کې هم چاب شوې ده . پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب هم د خوشال توره او قلم ، د پښتنو د خپلواکۍ او مبارزی بسټيز توکي گڼلي دي . استاد گل پاچا الفت هم د خان په شاعرۍ باندې لیکنـه کړې او وایې ، چې دی د شاعرانـه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو . د پښتو غزل بابا امير حمزه شينواری وایې: د خوشال خان خټک د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د يو داسې نابغه انسان تقوا بریښي ، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري) .

خو ددې خبرې یـادول ضروري دي ، هغه سرچينـه ، چې د خوشال په باب یې لومړى څه خپاره کړي ، هغه پټه خزانـه ده . وروسته نورو پوهانو هم دده په اړه کتابونـه او مقالې لیکې دي لکه افضل خان يې په تاريخ مرصع کې یـادونـه کړې . له هغې نـه وروسته د خوشال کلیـات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشال د سید رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نـه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي صاحب هم دده کلیـات يو ځل بیـا چاپ کړى چې دده د پیژندلو لپاره يوه سرچينـه وه .

پر دغو کلیـاتو سربېره د پښتو ادبياتو په تاريخ کې هم دی پیژندل شوی او پښتانـه شعرا کې ، چې بختاني صاحب راغونډکړی ، هم دده په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي . يو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نوميږي او د زلمي هېوادمل اثر دی ، په هغه کې هم د خان د پیژندلو او دده په اړوند د بهرنيو او داخلي پوهانو نظرونـه راټول شوي ، او دا خبره هم پکې ذکر شوې ، چې دده په اشعارو کې درې برخي ډیري زیـاتې دي لکه : توره ، ښځه او ښکار . همدارنگه د خان په باب په زړه پورې مالومات د (خوشال کيست ) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې دده د پیژندلو لپاره يوه غوره ذخیره گڼو . دشـهسوار سنگروال په زیـار هم د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ خپور شو ، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند ، پیروان او ددغې دورې نور لیکوالان ذکر شوي ، خو په دې وروستيو کالونو کې هم د خان د فکر ، عمل ، کردار ، اشارو او نورو ښیگڼو باندې په زړه پورې اثار ولیکل شول ، چې دلته يې د ځنينو یـادونـه کوم :

  • د پېښور پښتو اکیډمۍ يوه درې مـیا شتنۍ مجله د خوشال دريو يو په نوم خپره کړه < چې د بېلا بېلو ادبپوهانو له خوا بېلا بېلې لیکنې پکې شوې دي ، البته د خوشال نظر دپښتون د اصل او نسب په باب ، د خوشال فکر او عمل او داسی نور .
  • د پوهاند مجاور احمد زيار په واسطه . يو بل کتاب د خوشال ازلی پښتو يو ژبپوهنـه شته ده خپور شوی چې البته د خوشال اشعار یې د ژبپوهنې له نظره توضیع کړي دي .
  • خوشال او فلکلور يو بل کتاب د داور خان داور په زیـار خپور شوى ، چې د خوشال په اشعارو کې فلکلوریک مسایل يې پکې څیړلي دي .
  • د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم يوه په زړه پورې لیکنـه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مـینانو ته ورکولی شي.
  • د دوکتور عبدالاحد جاوید هم يوه رساله (نگاهی بـه اشعار دري خوشال ) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه .
  • د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند گټوره ده.
  • خو شحال او جمالیـات د ډاکتر اقبال نسيم خټک اثر دی ، چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى.
  • د تورې او قلم خاوند دمحمد نواز خټک اثر دی چې په (۱۹۶۱ع) کال کې خپور شوی چې دا هم يو په زړه پورې اثر دی .
  • د حاجی پردل خان په واسطه د خوشحال دستارنامـه هم په پېښور اکاډمۍ کې چاپ شوې ده .
  • د خوشحال زنځیرۍ دحبيب الله رفيع په زيار دپېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړې ده .
  • د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نـه ختمـیدونکې دي ، بلکې په سلگونو مقالې ،کتابونـه دده د پیژندلو او د اشعارو په مختلفو اړخونو باندې چاپ شوي دي ، چې اوس او پخوا دده د پیژندگلوۍ لپاره يوه مـهمـه منبع گڼل کيږي . د کابل مجله چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبياتو له خوا چاپيږي ، ددغې مجلې څیړونکي دده په باب په هره گڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه : د خوشحال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینـه د علي محمد لیکنـه ، (۱۳۸۴ه) کال کې چاپ شوې او په همدغې گڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د( خوشحال په اشعاروکې د گلستان اغیزی ) چاپ شوې ده . د(۱۳۸۰ه) کال د کب د مـیاشتې مجله کې د سیـال کاکړ لیکنـه (خوشحال او پښتو) او همدغې گڼه کې د عبدالحی حبیبي لیکنـه (د خوشحال په اشعاروکې انتقادي څانگه ) په (۱۳۸۲) کال په (۹) گڼه کې علی محمد منگل لیکنـه (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندی خپره شوه . يو بل په زړه پورې کتاب د کاند ید اکادیمسن محمد صدیق روهي په زیـار د (خوشحال اخلاقي ایډیـال ) په نوم خپورشوی ، خوشحال د ښوونې او روزنې فلسفه ، په معاصر افغانستان کې خوشال پیژندنـه ، خو بلاخره دومره ویلی شم چې هر څومره په خوشحال بابا او د هغه د پیژندلو په باب باندې وغږیږو ، خلاصون نـه مومي . ددې لیکنې لپاره همدومره بسنـه کوي .

    باندنۍ سرچينې

    خوشال نـه یوازې د پښتو ژبې يو ستر او نامتو شاعر وو ، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونـه ویلي دي . همدا راز خان نـه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل ، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توگه اوڅار دى ، بلکې په سیمـه او نړۍ کې هم د پوهانو ، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال گڼل کیږي . دده په اړوند لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونـه را استولي دي . جارج مار گنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي : " د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمـه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم . خوشال حق لري ، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي . هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی ، هېچا په هیڅ وخت کې نـه دی کړی ۰۰۰ زه د لو یدیځوال په حیث ۰۰۰ د لو یدیځ پوهنتون د يو سپین ږیري استاد په توگه خو شاله یم ، چې په لویدیځ کې بـه تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې ". سراولف کیرو د لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته يو لیک راستولی وو ، چې یوه برخه یې دلته راوړو :"۰۰۰لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانـه مـینـه او تعظیم دی ، ځکه چې خیـال کوی زه بـه د ستاسو ددې شاعر منتخابات ، چې ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انگریزي کړي دي ،کابل ته درولېږم " .

    همدارنگه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه بـه د پروفیسور مـیکنیزي لیک هم دلته راوړو :

    (۰۰۰د پښتو ټولنې د پیدونکو مـهربانيو قدر ښه پیژنم ۰۰۰او بله دا هیله کوم ، چې خوشال په نوم نمانځنـه بـه لویـه کامـیابی وگټي ۰ )

    يو مشـهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې :

    خوشال د پښتو ډیر ستر اديب دی ، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري

    ډار مسټیټر د خوشال په اړه داسې وایي :

    خوشال د توریـالیتوب او شعر گډ روح درلود

    گرکیسیون لیکی :

    خوشال خان د خټکو توریـالی مشر وو ، دده شعرونـه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي

    بیډولوف د خوشال په هکله څرگندوي :

    خوشال يو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو ، هیڅ داسې یوه خبره نشته ، چې په شعر کې یې نـه وي راوستې ، زیـاتره شعرونـه یې د هیواد پالنې رنگ لري .

    ډاکتر کریسن پخپل اثر " د افغانستان ادبیـات " کې د خوشال په اړه داسې نظر څرگندوي :

    ( خوشال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار گڼل شوی دی

    روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم پخپل کتاب ( د روښانیـانو ملي نـهضت ) کې کښلي دي :

    په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشال خان خټک گڼل کيږي . دی د خټکو مشر ، شاعر ، سپه سالار او جنگي شخصیت دی

    همدارنگه نیکولای دوریـانکوف ، سونخیف لو لف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشال د گڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرگندونې کړې او لري يې .

    د خوشال د پیژندنې او دده د اثارو په باب بهرنيو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې ، خو ځینې نامتو کتابونـه یې دادي :

  • گلشن روه دمسټر راورټي اثر دی ، چې په کال (۱۸۶۰ع) کې خپورشوی او خوشال ته په ډیر ستر قدر قایل دى.
  • د پښتو شعر هارو بهار د ډار مسټیټراثر دی ، چې هغه هم د خوشال پیژندنې لپاره یوه ذخیره گڼل کیږی لکه چې مخکې مو یـادونـه وکړه .
  • کلید افغاني د پادري هیوز اثردی ، چې د خوشال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي .
  • پښتو منتخبات د ډورن اثر دی ، په کال (۱۳۵۶ه) کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شوی ، چې د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ور کړ شوي دي .
  • خوشال شناسی يو بل اثر دی ، چې په اردو ژبه د زیتون بانو په زیـار په کال (۱۹۸۰ع) کې خپور شوى دي .
  • دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونـه ول ، چې د خوشال په اړه یې مالومات خپاره کړي دي . البته زما همدومره تر خپل وس او قدرته پورې ول ، چې راټول مې کړل ، خو د بابا په اړه په سلگونو لیکوالو لیکنې کړې او تر اوسه پورې دغه لیکنې دده د اثارو په اړه کیږي . لنډه داچې ، دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انگلیسي ، او اردو ژبو ژباړل شوي ، چې له دې شمېر نـه الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی ، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي . د خوشال د پیزندلو ، کارنامو او د هغه د اثارو په اړه نـه یوازې داخلي پوهانو ، بلکې خارجي پوهانو هم ډیر څه لیکلي ، چې پورته يې بحث تیر شو . د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) تیسیسونـه لیکلي چې په لاندې ډول دي :

  • د مـیرمن خدیجه فیروزالدین په انگر یزي ژبه د (۱۹۲۸ـ ۱۹۳۸ع) کال پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټک پښتو کړې ده .
  • پوهنوال دوکتور گل محمد نورزي (غان کلاسیک شاعر خوشال خان خټک ژوند ، هنر او تخلیق تر سرلیک لاندې په کال (۱۹۴۹ع) خپل تیسیس بشپړ کړی دی .
  • دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د ( خوشحال او جمالیـات ) تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پښتو اکیډمۍ پېښور له خوا چاب شوی دى .
  • ختيځپوه پېلېوین مـیخایل سېرگۍیویچ د دوکتورا تیسیس د (خوشحال خان ) تر سرلیک لاندی بشپړ کړی ، چې په (۲۰۰۱ع) کال کې چاب شوی دى . دا وو ځینې تیسیسونـه چې د دوکتورا لپاره د خوشال په اړه ليکل شوي دي .
  • خوشال د مغلو طرفدار

    دا خو ټولو ته جوته ده، چې خوشال خپل نیم عمر یـا زیـات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی، خو ده یوازې نـه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په گټه یې د خپلو پښتنو سره جگړي کړي دي. د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمـه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمـه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنگیدلی ، خو دا خبره حتما له یـاده ونـه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نـه په مـیراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نـه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نـه وروسته د هغه زوی شـهباز خان او په پاى کې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شـهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمـه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شـهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نـه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو کوي او یو ځل بیـا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونـه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونـه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونـه کول ، نو په دغه جنگ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامـیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونـه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنگښ هم چگړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جگړه بوخت وو او (۳۰۰) تنـه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنگید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو . خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جگړې ونښتې ، یـانې دارشگو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقیعت کې اورنگ زیب بر یـالی شو . کله چې اورنگ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته مالومـه وه ، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای . دا ښکاره خبره هم وه ، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنگ زیب او مـیرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې مـیاشتې په پیښور کې و او بیـا یې د هند د رنتبور په جېل کې بندي کړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیـات اثار هم وليکل لکه : دستار نامـه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .

    خوشال د مغلو مخالف

    په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

    خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیـا يې هم ماته کومـه گټه ونـه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

    پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم یـا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته یـا مغلو ســـــــــــــــــره رزم

    د خوشال کلیـات مخ (۲۳۷)

    دغه بیتونـه ده د هند په بنديخانـه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجري هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مـهال په یو سفزیو کې شورشونـه پیدا شول ، اورنگ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې کـه چیری د کابل والي مـهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نـه وروسته د مـهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نـه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټک په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مـهال نشي دوست کېداى . هېواد ته له رارسیدو نـه وروسته يې کلک هوډ وکړ ، چې له مغولو نـه بهات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمـیره جگړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونـه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جگړو په پېښېدو سره د هند واکمن ته ډېر لوى د سر زيانونـه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نـه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شـهنشاه چې مغولي واکمن وو له ډیرې لویې چالاکۍ نـه کار واخیست ، پرته له جگړې نـه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونـه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري کړل . له دې نـه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وکړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره کيې يې ډېرې هڅې وکړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه کې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نـه شو ، د مغولو خلاف جگړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یـادونـه وکړه ، وروسته له بند نـه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانـه جنگونـه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه کې يې سختې ماتې ورکړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توگه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یـا لکه د نوښار او یـا هم لکه د ډوډۍ په جنگ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :

    څو وانـه خلی له غلـــــــــــیمـه انتقام
    مـــرد نـه خـوب کا نـه خـوراک کا نـه ارام

    د خو شال کلیـات مخ (۷۰)

    لنډه داچې خان نـه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترگې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو گوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

    ستا د ښایست گلونـه ډیر دي ځولی مې تنگه زه بـه کوم یو ټولومـه

    د خوشال خان اثار

    ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یـانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نـه بـه استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځنې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیـات ښودلي دي .

    خوشال نـه یوازې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونـه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیـاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یـا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخکې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشـهور یې دادي:

  • کلیـات چې نږدې (۴۰) زره بیتونـه لري .
  • فضل نامـه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .
  • بازنامـه : د ښکار په اړه بحث کوي .
  • صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیـا په اړه څیړنې پکې شوې دي .
  • اخلاق نامـه .
  • سوات نامـه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیـه پکې تشریح شوې ده .
  • دستارنامـه : د دستار او لو نگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .
  • فرخ نامـه : د تورې او قلم بحث دی .
  • فراقنامـه : د خوشال خان خټک د بند شعرونـه دي .
  • اینـه : د فقهې کتاب دی .
  • بیـاض : د نثر کتاب دی .
  • زنځیری : د لیکدود په اړه دی .
  • تفسیر سوره یوسف .
  • د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .
  • د خوشال رباعیـات .
  • عیـار دانش: د فارسي نـه ژباړه ده .
  • هدایـه : له عربي نـه ژباړل شوی دی .
  • دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي .

    د خوشال خان د اثارو بېلابېل اړخونـه

    دا سمـه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننگیـالی پښتون وو ، خو د فرهنگ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوگه بل فرهنگیـالی نـه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنگیـالی دی چې اثار یې د کمـیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نـه لري . ده په ډیرو سنگینو او ناسازگارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمـیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :

    په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

    خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیـا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانـه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیـال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمـیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :

    • د خان منظم اثار
    • د خان منثور اثار


    خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :

    په شل کاله دیگ د شعر زما په اور بار شو
    په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی

    خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نـه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :

    عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونـه جوړ کا
    چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

    خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :

    د خوشال خان منظم اثار

    کليات

    کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه

    الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیـا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیـات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقيوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونـه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونـه ، پښتنواله ، علم ، سیـاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .

    ب ـ د خان په کلیـات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیـا د بی وفا یې ، نعمتونـه ، له خپلو زامنو نـه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . [۲]

    ج ـ رباعیـات : د خوشال خان په کلیـاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنـه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پکې دي . د ـ دده په کلیـاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې کيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .

    د ـ د خوشال په کلیـات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونـه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونـه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نگه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :

    د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامـین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیـاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریـالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیـایې ، نجومې ، هزلیـات او داسې نور .

    فراقنا مـه

    فراقنامـه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه بـه پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامـه د یو څو مثنویـاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویـات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یـادونـه ، دوستانو او د هېواد په یـاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نـه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویـات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نـه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نـه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یـادونـه کوي.[۳]

    بازنامـه

    بازنامـه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یـانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى. په دې اړوند خان وایې :

    دجهان واړه تحصیل بـه زما ؤ
    که اخته نـه وی د ښکار په اشتغال
    (۱)

    خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نـه ورته پاتې دی لکه چې وایې :

    که د تورې کـه د ښکار دا دوه هنره
    راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره
    (۲)

    یـا :

    خدایـه ته په زړه کې اچوی دا مـیني
    چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی
    (۳)

    بازنامـه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریـانو لپاره یوه ښه گټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونـه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامـه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونـه یې (۹۱۹) ته رسیږي .

    سوات نامـه

    سوات نامـه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونـه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یـادونـه شوې او د سوات جغرافیـه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامـه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی گڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنگه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیـاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیـاسي حالات څومره ښه بیـانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیـان کوي :

    داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره
    زما توره په جهان شوله مشـهــوره
    (۴)

    یـا :

    د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
    پښتنو بـه راته کړی ډیری کنځـــــلی
    (۵)

    کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر گندیږی ، د کتانونو د ټوکر یـادونـه په څومره خواږه انداز کې کوي :

    هغه ځای چې درښتیـا مـهتاب ښکاره شي
    د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي
    (۶)

    فضل نامـه

    فضل نامـه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونـه لري .

    حالنامـه

    د خان یوه کوچنۍ منظومـه رساله ده چې ټول بیتونـه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا مـیدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :

    تصدیق خیرات یې واوره
    بلا اړه وی له کـــــــوره (۱)

    طب نامـه

    لکه ځرنگه چې یې له نامـه نـه څر گندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیـا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت گڼی لکه چې وایې:

    په داروکې چې ښه نیـــت وي
    دارو نـه وي عبـــــــادت وي

    (۲)

    په طب نامـه کې د سترگو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم کړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى . په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیـان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامـه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس بـه یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یـادونـه وکړو .

    د خوشال خان خټک منثور اثار

    دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنگه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :


    بياض

    د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیـاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليکنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنگي ، شخصي او کورني حالونـه ، وصیت نامـه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان خټک يې هم په تاریخ مرصع کې یـادونـه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:

      • هند کوه نامـه : بلخ او بدخشان د سفر گذارش دی چې د یوه يونليک (سفر نامې) حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامـه همدغه ده .
      • ځان نامـه : نسب نامـه او تاریخ نامـه درې نورې ليکنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه گڼل کیږی .۲
    د ستار نامـه

    دستار نامـه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونگۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :

    چې دستار تړي هــــزار دي
    ددستار سړي په شمــار دي

    وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونـه او خصلتونـه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونـه پکې بیـان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د کرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونـه راغلي دي . په دستار نامـه کې سیـاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .

    ساغتنامـه

    د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یـاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاگوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونـه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده . دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یـادونـه کوو چې فقط نومونـه یې مونږ ته راپاتې دي.

  • هدایـه (د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانـه کې راوړی یو فقهی کتاب دی)
  • ریـاض الحقیقت
  • فراقنامـه
  • آینـه
  • رساله مناظره
  • کفایـه
  • د سورت یوسف تفسیر
  • خان نـه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) کـه چیری دري شعرونـه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان بـه تری جوړ شي . د پرو فیسور مارگنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنگی کې برابري وکړي )) (۱) د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټگوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یـاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یـادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې :

    پیر ما از مـی پر ستي فـــــر ما ید مرا
    الله الله وقت گل این تو بـه مشـــا ید مرا

    د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنگ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنگه یې څلور رباعی گاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونـه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانـه او صحیح توگه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې :

    افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې
    لطفی نکنی رحمـی داهم کله څوک کا ندي

    د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نـه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامـه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)

    ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنگه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یـا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیـات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنگه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰

    همدارنگه خان صاف گویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونـه بـه یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مـین وو ۰

    د خوشال داشعارو سبک

    د پښتو ادبياتو په تاريخ کې کـه څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همـهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نـه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نـه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانـه شو ، نو ځکه دی وايي :

    دخوشال قدر کـه اوس په هیچـــا نشتــه
    پس له مرگه بـه یې یـــــاد کا ډیر عالم

    رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونـه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .
    د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينـه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينـه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نـه لرو نو دی حق لري چې ووايي:

    ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ
    دپښتو شعر بـه اوس په آب و تـــــاب شي

    د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمـه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نـه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانـه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :

    کل کتنـه ده د تورې کـه کابل دی کـه کشمـیر
    مـیړني دي چې یـاد یږی په سندرو یـا په ویر

    بل ځای د تورې او توریـالیتوب په هکله داسې وایي :

    چې څر گنده سربازي کا نــــدې د تورو
    زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم

    د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نـه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشـهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شـهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مـهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي.

    د سبک خواص يې

    • د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل .
    • د ده په سبک کې هر ډول صوفیـانـه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامـین مدخله او اجتماعي خبرې شته .
    • په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنـه هم شته .
    • د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته .
    • په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان گد شول ، خو په هغه اندازه نـه لکه حمـید بابا چې پکې راوړی دی.
    • حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل .
    • هجوه او غندنـه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنـه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمـه راوړه چې هغه مغولواله ده .
    • د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي .
    • دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نـه ده .
    • په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانـه تخیلات پکې شته .

    دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نـه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیـاض او دستار نامې ) نـه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .

    د خوشال د سبک پيروان

    خوشال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیـاتو کې د روښانـه او هر اړ خیزه ایجادیـاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده .

    هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، کـه څه هم ځینو دیوانونـه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نـه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :

    د خوشال خټک پیروي نـه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانـه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .

  • اشرف خان هجری
  • عبدالقادر خان خټک
  • سکندر خان خټک
  • صدرخان خټک
  • گا مگار خان خټک
  • دوست محمد خان خټک
  • علی خان خټک
  • عا بد خان خټک
  • افضل خان خټک
  • امکبر خان خټک
  • جمـیل خان خټک
  • حلیمـه خټکه
  • خوشحال شـهید
  • گوهر خان خټک
  • غلام محمد
  • توتیـا خټکه
  • سعدالله خټک
  • معاذالدین
  • نوازخان
  • یحی اخونزاده
  • خواجه محمد بنکښ
  • عاصم و فتح علی
  • ابوالقاسم عثمان
  • د خوشال په اشعارو کې دښځې انځور

    ددلـبرو پـه ســــــتا یـنــه ما پخه کړه خپــــــــله ینـه نا تر سي ددیو گــــــــوره چې په حال نـه کا پو ښتنـه

    که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنـه پکې وکړي دا بـه هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنگه چې معلومـه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنـه ډېره اړينـه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر گندونـه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توگه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نـه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونـه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي .

    د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنـه شوې او دومره کتابونـه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نـه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې بـه څيړنـه کيږي.

    د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونـه ډيره شوې ده او همدارنگه د شـهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانگړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونـه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنگينې ټوټې پنځولې وي.

    که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر بـه ورته معلوم شي چې هغه جنگي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانـه گرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او گداز په غزلو گډهم درون معلوميږي .

    لکه څر نگه چې مو مخکې يادونـه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مـهمـه برخه د ښځې او شـهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نـه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي:


    گل فامې

    دگل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينـه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنگه چې بورا په گل باندې گرځي نو گل فامـه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وگوري دغه صحنـه څومره ښه انځوروي :

    گل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي
    له تنـه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي

    خوشال بابا د گل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترگې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې گرد او نرۍ پوزه لري او همدارنگه باړخوگان يې هم د گل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې :

    ښې غټې تورې سترگې لوي باڼه نرې يې وريځې
    که پاڼ خوري کـه خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي
    غونچه غوندې خوله تنگه سريې گرد نرې يې پوزه
    باړخويې لکه گل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي

    خوشال ددغو ښځو (ملا) زلفو ، لېچو ، کوتو ، گيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانـه توگه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :

    پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې
    واړه هموار غاښونـه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي
    ښې سپينې ډکې لېچې گرد ورغوي اوږدې گوتې
    هرځاي ته يې چې گورې هيڅ لقب پرې نـه جوړيږي
    دتيوسر يې تورقي چې هلک سينـه کشاده
    په قدسمـه شابسته سم الفسي چې ودريږي
    دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
    په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نـه نمايږي
    ډېر خوب لږ يې خوراک گيډه يې ناسته ملا نرۍ
    راست په کې نامـه څخه په گوته څرگنديږي
    لږقهر عقل منـه کم د خوله مـهر باڼه
    ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي

    دادگل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .

    نېک فرجامې

    خوشال بابا دا ښځې هم د گل فامې په څېر گڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د گلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د گلفامې لري کـه ويښته دي کـه ملا ، کـه شونډې ،که گېډه کـه قد کـه باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونـه دادي چې يو د بودا غوندې نـه دي او بل د نيلوفر شکل نـه لري وگورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .

    گل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
    په حسن په ښايست کې وگلفاموته رسيږي
    دادوه توکه يې نـه وي چې بوراباندې څرخيږي
    ياپان خوري يا خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
    ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي
    نـه زږه وي نـه بدرنگهپه وجوديې ښه جوړيږي
    خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
    لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
    مينـه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
    په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
    نـه غم نـه دلگيري کاهميشـه تروتازه وي
    پخپلوسهيليومينـه کاباندې خوږيږي
    دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
    په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنگه
    دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
    په دروغ خويې هرگز په خوله په ژبه نـه جوړيږي
    په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
    په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نـه تېريږي
    له ځانـه يې ښه لوي دگبينـه غوندې خوږ درومي
    وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي

    (خوشال کليات ۶۰ مخ)

    او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.

    دوه دامې

    دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او گل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو (گلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نـه لري او د هغې برعدي، يانې بدگويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نـه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نـه مړيږي او داسې نور صفتونـه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي:

    د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
    په زړه کلپه ناغه په خبرنـه شرميږي
    بدگويه بد زبانـه ډير وي لږ خبره
    ځان تود بوي يې له ځانـه د ليوه غوندې بهيږي
    ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنگي
    يکدله گيډه وره په خوړلو ته مړيږي

    همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نـه پت گوري، نـه عزت گوري او نـه شرم گوري، لوى او هلک پسې گرځي، ښه کارونـه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي.

    کله د زيارت د سير په بهانـه او کله د بازار په بانـه او کله د نور څه په بهانـه وځي او نور خپله فاحش کارونـه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وگورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:

    ميوه، لونگ، جايغل پدر يې غرض نـه وي
    تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نـه يې زړه کيږي
    چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
    که لوي وي کـه هلک وي وهر چاوته قهريږي
    نـه پت گوريو نـه شرم نـه يې حق وته نظر وي
    دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي

    (دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)

    خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، لهنډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نـه خوند اخلي.

    فيل اندامې

    خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينـه محبت باندې نـه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لگيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترگې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانگړنې لري.[۴][۵]

    خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نـه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونـه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نـه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنگ يې تر مـهره جاريږي. لکه چې وايي:

    د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې
    د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي
    کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
    په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
    هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نـه دي
    په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
    اسمان، چې وريځ شـه کراري نـه کا هسې گرځي
    تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي

    (دخوشال خان کليات ۴۶۱ مخ)

    خوشال خان بابا نـه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، گوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر کـه چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر بـه ورته مالومـه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او گوهر نـه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توگه يې د ښځې ستاينـه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينگار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان بـه تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونـه يوسي او له عالمـه بـه يې پناه کړي.لکه چې وايي:

    عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا
    د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
    معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ
    دا اميد چې دعاشق خونـه تالا کا

    (د خوشحال کليات ۵ مخ)

    او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترگې وليدې نو زه بـه هېڅ کله دغه تورې سترگې هېرې نـه کړم.

    چې مې وليدې ستاتورې سترگې بيا
    زه بـه نـه کړم هېرې تورې سترگې ستا

    (د خوشال کليات ۸ مخ)

    لنډه دا چې خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينگېدو نـه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترگې اوښايسته ووته هېڅ قراري نـه لري او وايي:

    ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مـه کړه
    سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره کـه نـه

    (کليات ۱۷۴ مخ)

    خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترگو يادونـه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترگو سره يې نرگس سيالي نـه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وگورۍ دغه بيت:

    چې سترگې کړې ورپورته په نرگس شي بلا سازه
    چې زلفې کړې نمودې ‌‌‌طبعه واړه سنبل شي

    (کليات ۲۶۱ مخ)

    او بيا د خپلې مينې بـه مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانـه ډول دغه صحنـه بيانوي:

    د جمال خوبي دې زياته تر افتابه
    د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم
    که مې چېرې لاس د واک درورسيږي
    په سپين مخ بـه دې دغاښ نښې سياه ږدم

    (کليات ۸۷-۸۸ مخ )

    خوشال خان خټک نـه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شـهۍ) قد په ستاينـه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله بـه تر اسمانـه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانـه بـه پرې ويآړي، خوشال خان لکه چې مخکې مو چې يادونـه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نـه هم ښې گڼي، اننگي دلاله د گلونـه نشـه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه گڼي او وايي:

    چې شونډو ته دې گورم تر ياقوتو لا تېري کا
    چې زلفو ته دې گورم په عنبرو بهتر يې
    که هرڅو د لاله گلونـه ښه دي په چمن کې
    په دواړو اننگيو داغ د ولاړو د ځيگريې

    (کليات ۳۴۷ مخ)

    پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنگين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورگري ونـه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونـه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال په رنگينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او گلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانگړي شـهکارونـه گڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:

    په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي
    په ځان کې دواړه سترگې په جهان کې واړه کښلي

    لنډه دا چې کـه خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينـه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نـه ډکه يوه رنگينـه خزانـه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي.

    دا څه شعر نـه دي، چې خوشال خټک بيان کړو
    واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي

    خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونـه هم نـه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توگه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنگه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمـه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نـه شي، د نورو کارونو نـه خلاصه وي فرضاً کـه زموږ په ټولنـه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونـه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونـه بايد پرې ونـه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره. [۶][۷]

    خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند , د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. کـه چېرې د مينې اشعارو ته يې وگورو نو داسې گمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نـه شته، کـه اخلاقي اشعارو ته يې وگورو نو د اسې گومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نـه شته، کـه رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا بـه جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نـه شته او کـه عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا بـه هم ترې څرگنده شي، چې تر ده پورې عاشق نـه شته. [۸][۹]

    سرچينې

  • د اخځ ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Morgenstierne
  • عرفان د محمد - د خوشحال خان کليات ۳۸۲ مخ
  • فراقنامـه - د خوشحال خان خټک کليات - ۴ مخ
  • - فيل اندامې
  • خوشال خان کليات ۴۶۱ مخ
  • د خوشال خان کليات - ۲۱ مخ
  • حق د عورت په مرد
  • د خوشال خان کليات - ۵ مخ
  • د خوشال يو شعر
    • داور، داورخان، خوشحال او فولکلور، پښتو اکېډمۍ، پيښور، ۲۰۰۶ کال
    • هېوادمل، زلمـی سرمحقق، ننگيالی د زمانې، د افغانستان دکلتوري ودې ټولنـه، ۱۳۸۰ کال افغانستان.
    • سنگروال، شـهسوارنيازی، د پښتو ادبياتو تاريخ،د احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۷ کال، پيښور.
    • واجد، عبدالواجد، د خوشحال سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغېزې، آزادۍ مطبعه، ۱۳۸۳کال، کابل.
    • د سکندرخان ديوان، مقدمـه ددوست محمد کامل مـهمند، قصه خوانۍ، ۱۹۶۲ کال، پيښور.
    • د عبدالقادرخان خټک کليات، ترتيب او تدوين پروفيسورجهانزيب په زيار، پښتو اکيډمۍ، ۲۰۰۲کال، پيښور.
    • د خوشحال کليات، د عبدالقيوم مشواڼي، وييپانگه، اوډنـه، پرتلنـه او سمونـه، دانش خپرندويه ټولنـه، ۱۳۸۴کال، کابل.
    • کابل مجله، پښتوټولنـه، ۱۳۸۴ کال، کابل.
    • کابل مجله، پښتوټولنـه، ۱۳۸۰ کال، کابل.
    • د خوشحال ريويو، درې مياشتنۍ مجله، پښتواکېډمۍ، پيښور، ۱۹۸۶ کال، پيښور.
    • فراقنامـه خوشحال خټک، مقدمـه او حاشيه د همېش خليل، قامي مکتبه، پيښور.
    • روهي، کانديد اکاډميسن محمد صديق، د خوشحال اخلاقي ايډيال، د محمد صديق فرهنگي ټولنـه، ۱۳۸۰ کال، پيښور.
    پښتانـهنامتو څېرې سلطان ابراهيم لودي · شېرشاه سوري · بايزيد پير روښان · پير بابا · خوشحال خان خټک · ميرويس هوتک · احمد شاه بابا · وزير محمد اکبر خان · امير دوست محمد خان · ملالۍ  · امير عبدالرحمن خان · ملا پاينده · مرزا علي خان · امير امان الله خان · خان عبد الغفار خان · سردار محمد داود خان · خان عبدالولي خان · ډاکتر کبير ستوری ·

    هڅوب پښتونولي · پښتانـه ټبرې · لويه جرگه · د خټکو نڅا  · اتڼ · د مسودو نڅا · آدم خان او درخانی · يوسف خان او شېرينوشاعران عبدالرحمان مومند · خوشحال خان خټک · امير حمزه شينواری · اجمل خټک · کبير ستوری · غني خان متنونـه او
    جگړی د ډيورنډ کرښه · خدايي خدمتگار · پښتونستان · د کالا باغ بند · طالبان · د خيبر پښتونخوا نومونـه جگړې او
    نښتې د پاني پت لومړۍ جگړه · د پاني پت دريمـه جگړه · د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه · د نوښار جگړه · د جمرود جگړه · د ملاکنډ محاصره · د افغان-انگرېز دويمـه جگړه · د ميوند جگړه  · تيره کمپاين · د افغان-انگرېز درېمـه جگړه  · د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)  · د افغانستان جگړه (۲۰۰۱)  · د پاکستان په شمال لوېديځ کې جکړه

    يادونـه: د ستر خوشال بابا انځور د روسي انځورگر ((ايگر کازارين)) له دغې ويبپاڼې نـه هم کاپي کولاى شئ. [[۱]]

    "https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=خوشال_خان_خټک&oldid=224618" نـه اخيستل شوی




    [خوشال خان خټک - ویکیپېډیـا، وړیـا پوهنغونډ سرود لرى]

    نویسنده و منبع | تاریخ انتشار: Sat, 17 Nov 2018 01:51:00 +0000